په سرپل ولایت کې د بررسۍ تر لاندې پر ځمکو د نويو تصرفاتو مخه ونيول شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۴۰
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان د مياشتې په ۱۵ نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د غصب شویو ځمکو  د بررسۍ په موخه د یاد ولایت ګوسفندي ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ لرک، اقګنبد او کاریز ساحې یې له نږدې بررسي کړې.
تخنيکي هيئت د دغې لیدنې په ترڅ کې په یادو ساحو کې پر دري اويا زره پنځه سوه (۷۳۵۰۰) جریبه ځمکې چې دوسیې یې تر بررسۍ لاندې دي، د نويو تصرفاتو مخه ونيوله او د یادو ځمکو پر متصرفينو یې ټینګار وکړ چې د یادو  ا په هکله تر وروستۍ پرېکړې پورې له نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS