په سرپل ولایت کې د بررسۍ تر لاندې پر ځمکو د نويو تصرفاتو مخه ونيول شوه
د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان د مياشتې په ۱۵ نېټه، د سهشنبې په ورځ، د غصب شویو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت ګوسفندي ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ لرک، اقګنبد او کاریز ساحې یې له نږدې بررسي کړې.
تخنيکي هيئت د دغې لیدنې په ترڅ کې په یادو ساحو کې پر دري اويا زره پنځه سوه (۷۳۵۰۰) جریبه ځمکې چې دوسیې یې تر بررسۍ لاندې دي، د نويو تصرفاتو مخه ونيوله او د یادو ځمکو پر متصرفينو یې ټینګار وکړ چې د یادو ا په هکله تر وروستۍ پرېکړې پورې له نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.
