پروان ولایت کې څه دپاسه ۶۲۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۴:۴
.

د پروان او سرپل ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او پروان ولایت کې څه دپاسه ۶۲۰ جریبه ځمکه بررسي شوه.

د پروان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت بګرام ولسوالۍ ته ولاړ او یادې ولسوالۍ کې ۱۸۲۷ کادستري قطعه چې ۸۷۷۷.۶ جریبه ځمکه په کې شامله ده، بررسي کړه. یاد شوي هیئت ددغې ځمکې له مجموعې څخه ۶۲۰.۵۶۱ جریبه یې بررسي او سروې کړه او د قطعې ګڼه، مساحت، اربعه حدود، د غاصب شهرت، د آبادۍ ډول، د ساحې ډول  او اوسنۍ بیه هر یو په جلا توګه جوړ او ترتیب کړی دی.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت تخنیکي هیئت د سندونو د بررسۍ او د امارتي  ملکیتونو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې پشت قره ساحې ته ولاړ او د ملکانو او زمیندارانو، په حضور سره یې، دغه ساحه د فني انجنیرانو پواسطه کروکي او مساحت کړه.

.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې اوسیدونکو ته لارښوونه وکړه ترڅو پر دغو ساحو له هرډول فعالیت څخه ډډه وکړي او دغه راز څو تنه زمینداران چې په دغې ساحه کې یې فعالیت درلود، ونیول او د تحقیق په غرض یې اړوندو مراجعو ته وروپیژندل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د کاپیسا د یو ښوونځي کې زده کوونکو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د یو خصوصي ښوونځي ۶۰ تنو زده کوونکو لپاره حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.

په دې برنامه کې چې د شعبان د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۸
Background image

پنجشیر کې څه باندې ۷ جریبه ځمکه وقفي تثبیت شوه

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په عنابې ولسوالۍ کې ۷.۷ جریبه ځمکه وقفي تثبیت کړه.

یاد هیئت د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت عنابې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۲:۰
Background image

په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ لومړي سمستر وروستۍ ازموینه اخیستل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د ستاژ دوه یم دور د لومړي سمستر وروستۍ ازموینه د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

په دې ازموینه کې چې د شعبان د میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ. . .

BACK TO NEWS