پروان ولایت کې څه دپاسه ۶۲۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
Sat, Mar 18 2023 2:04 PM
.

د پروان او سرپل ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او پروان ولایت کې څه دپاسه ۶۲۰ جریبه ځمکه بررسي شوه.

د پروان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت بګرام ولسوالۍ ته ولاړ او یادې ولسوالۍ کې ۱۸۲۷ کادستري قطعه چې ۸۷۷۷.۶ جریبه ځمکه په کې شامله ده، بررسي کړه. یاد شوي هیئت ددغې ځمکې له مجموعې څخه ۶۲۰.۵۶۱ جریبه یې بررسي او سروې کړه او د قطعې ګڼه، مساحت، اربعه حدود، د غاصب شهرت، د آبادۍ ډول، د ساحې ډول  او اوسنۍ بیه هر یو په جلا توګه جوړ او ترتیب کړی دی.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت تخنیکي هیئت د سندونو د بررسۍ او د امارتي  ملکیتونو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې پشت قره ساحې ته ولاړ او د ملکانو او زمیندارانو، په حضور سره یې، دغه ساحه د فني انجنیرانو پواسطه کروکي او مساحت کړه.

.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې اوسیدونکو ته لارښوونه وکړه ترڅو پر دغو ساحو له هرډول فعالیت څخه ډډه وکړي او دغه راز څو تنه زمینداران چې په دغې ساحه کې یې فعالیت درلود، ونیول او د تحقیق په غرض یې اړوندو مراجعو ته وروپیژندل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS