د کندز ولایت تخنیکي هیئت د ۶۰۰۰ جریبه ځمکې موضوع دغه ولایت کې بررسي کړه
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان په ۲۰ نېټه د یکشنې په ورځ د امام صاحب ولسوالۍ په الوم، سید احمد شاه او زرکمر کلیو کې د ۶۰۰۰ جریبه ځمکې موضوع بررسۍ لاندې ونیوله.
یاد شوي هیئت ددغو کلیو له مشرانو او مخورو سره وکتل او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په اړه یې معلومات وړاندې کړل. دغه راز یاد شوي هیئت د اسلامي امارت د قاطع تصمیم له مخې د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه معلومات ورکړل او خلک یې وهڅول چې امارتي ځمکې تسلیم کړي او له قانوني لارې يې په اجاره واخلي.
د یادو اوسیدونکو استازو د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ددغو ځمکو د اجارې نیولو له پاره آماده شول.
دغه هیئت، د یادو شویو کلیو استازو او سپین ږیرو ته استعلام ورکړ او تصمیم یې ونیو چې له ځواب وړاندې کولو او د کلیو د اوسیدونکو له آمادګۍ څخه وروسته به د کمېسیون له کړنلارې او لایحې سره سم اجراآت ترسره کړي.
دغه راز تخنیکي هیئت د امام صاحب برزنګي ساحې ته ولاړ او له ۴۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې څخه یې چې د اجارې ورکولو پروسې لاندې ده، لیدنه وکړه او د امام صاحب د ولسوالۍ د کرنې مدیر ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې ساحې د اجارې ورکولو کار په نورمال ډول له پړاونو څخه تېر کړي.
