د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیعالاول د مياشتې په ۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شو او په ترڅ کې یې ۱۷ دارالوکالې د نظارتي پلاوي لخوا بررسي شوې چې په ترڅ کې یې یوه دارالوکاله د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوه.
همدارنګه نظارتي پلاوي پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.