د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته، د جماديالأولی د میاشتې په ۲۹مه نېټه د سهشنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزیر، محترم مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې عمومي رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی، محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر، محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او همداراز د کمېسیون رهبرۍ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث وکړ او لازم تصامیم یې ونیول.
په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د هېواد په کچه د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر ګړندی شي او اړوندې ادارې دې هم په دې برخه کې له کمېسیون سره لازمه همکاري او همغږي وکړي.
