د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جماديالأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د نورو برخو مسئولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسئولینو د یاد بست د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه هم ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۷۲ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۵۱ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یاد بست ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.
