د پکتیا ولایت محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۴:۳۰
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست دحقوقي مساعدتونو آمریت د جمادي الاول میاشتې په ۲۷ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت په زندان کې محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

لومړی، د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمر مولوي امین الله حسینی او د یاد ریاست د عامه پوهاوي مدیر د پکتیا ولایت د زندان له رئیس مولوي سهیل سعید او د دغه زندان له نورو مسؤولینو سره وکتل او له هغوی سره یې د یاد ولایت محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړلو موضوع شریکه کړه.

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د یاد ولایت د عدلیې ریاست د هڅو ستاینه او قدرداني وکړه او د یاد ولایت د زندان محبوسینو لپاره د دغه راز برنامو په جوړولو کې خپل همکاري اعلام کړه.

وروسته د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه د یاد ولایت په زندان کې جوړه کړه او د دغه زندان ۲۰۶ تنو محبوسینو لپاره یې د حقوقي مساعدتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS