د پکتیا د عدلیې رئیس د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهورخان وفادار د جمادي الآخرې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه چې په دې وروستیو کې عدلیې ریاست ته لېږدول شوی دی، ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د یاد مرکز له مسئولینو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې، د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکز ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې موجودې ستونزې عدلیې رياست سره شريکې کړي.

همدارنګه د دغې ليدنې په ترڅ کې د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکز اداري چارې، د اطفالو د اوسېدو ځایونو او همدارنګه د یاد مرکز اداري دفترونه له نږدې ولیدل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۷ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

 د عدلیې وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز کې د ۸۰ برنامو په جوړولو سره ۳۷ زره او ۷۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

دا برنامې د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د مسلکي غړو له لور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې عریضه لیکونکو ته ۱۱۶ نوي او تمدیدي جوازونه وېشلي دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو  په اوږدو کې په مرکز کې ۲۴ عریضه لیکونکو ته نوي جوازونه وېشلي او د ۹۲ نورو عریضه لیکونکو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي دي.

همدارنګه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

د پکتیا د عدلیې رئیس د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه ليدنه وکړه

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهورخان وفادار د جمادي الآخرې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه چې په دې وروستیو کې عدلیې ریاست ته لېږدول. . .

BACK TO NEWS