د پکتیا د عدلیې رئیس د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
Sat, Nov 28 2026 1:54 PM
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهورخان وفادار د جمادي الآخرې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه چې په دې وروستیو کې عدلیې ریاست ته لېږدول شوی دی، ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د یاد مرکز له مسئولینو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې، د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکز ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې موجودې ستونزې عدلیې رياست سره شريکې کړي.

همدارنګه د دغې ليدنې په ترڅ کې د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکز اداري چارې، د اطفالو د اوسېدو ځایونو او همدارنګه د یاد مرکز اداري دفترونه له نږدې ولیدل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS