د ننګرهار ولایت له مشرانو سره د عدلیې وزیر لیدنه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۳ - ۱۲:۳۸

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعی صاحب، د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د لړم د میاشتې په ۳۰ نېټه د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې، د ننګرهار ولایت د عمومي شوری مسؤول ښاغلی حمدالله حقاني او پنځلس تنه قومي مشران د ننګرهار د خلکو په استازیتوب ګډون کړی وو.

ښاغلي حقاني د میلمنو په استازیتوب د عدلیې وزارت له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه او د دغه نوي مسؤولیت مبارکي یې ورته وړاندې کړه. د دې ترڅنګ هغه د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو او همغږیو باندې ټینګار وکړ او ژمنه وکړه چې د ننګرهار خلک د نظام ترڅنګ ولاړ دي. هغه زیاته کړه چې موږ ژمن یو چې خپل دین، هېواد او ولس ته خدمت وکړو. همدا شان زیاته کړه چې موږ د اسلامي امارت له نظام او د هغوې له چلند څخه راضي یو او که تاسو زموږ څخه د همکاري غوښتونکې شي موږ د همکاري لپاره چمتو یو. هغه وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ لوی آرمان پوره شوه.

د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، هغوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې د یوه حکومت او نظام د ساتنې او پاېښت لپاره د خلکو همکاري دېر اړین دي او د هر دولت شاته چې قوم او ملت روان وي، هغه دولت دوام پېدا کوي. هغه وویل نن زه ډېر خوشحاله یمه چې د خلکو له استازي سره لېدنه کوم او د دوی ستونزي اورم او د هغوې د حل په اړه په ګډه بحث پرکوو. هغه ټینګار وکړ چې زموږ عزت ستاسو عزت دي او ستاسو عزت زموږ عزت دي او موږ ټول د یوبل د عزت د ساتلو مسوولیت پر غاړه لرو.

د عدلیې وزیر صاحب وویل: چې موږ د یو لوی ځواک په وړاندې اوږده مبارزه وکړه او کامیابه شولو او دا د الله(ج) مرسته او زموږ د خلکو همکاري وه، اوس هم اړین دی چې تاسو د نظام شاته ودرېږي او همکاري وکړي او نظام خپل وبولې.

هغه تصریح کړه:« زه د یو وزیر په توګه ځان ستاسو خادم بولم او تاسو ته د خدمت کولو لپاره له هیڅ ډول هڅه او تلاش څخه لاس وانخلم.»

د عدلیې وزیر له دوی نه وغوښتل چې تل د امارت سره به تعامل کې وي او خپل نظام سره همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ چې هېواد دمور حیثیت لري او نباید هېواد ته خدمت معاش پورې تړلی وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS