د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۹:۳۶
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب په تړاو ځیني موضوعات په کې بررسي شول.

هیئت د احصائیې د ریاست د ودانۍ د ځمکې په اړه چې یو شخص په هغې کې د مالکیت ادعا لري، بحث وکړ او دوسیه یې ترتیب کړه او کمېسیون ته یې واستوله.

هیئت د قرغه یي ولسوالۍ په صفوخیل ساحې کې د ۱۴۸۳ کادستري قطعې اړوند ۷۸۴ متر مربع امارتي تثبیت شوې ځمکې په اړه چې د دوو اشخاصو تر دعوا لاندې ده مفصل بحث وکړ.

 هیئت دواړه لوري وغوښتل او د هغوی خبرې یې واوریدلې او ټینګار یې وکړ چې دغه ځمکه امارتي ده. هیئت له هغوی څخه قانوني سندونه وغوښتل چې هیڅ ډول سندونه یې نه درلودل او تر راتلونکې یکشنبې ورځ پورې یې وخت وغوښت ترڅو د قضيې پرمخ وړلو او یا د صرف نظر کولو په اړه تصمیم ونیسي.

دغه راز هیئت د همدغې قطعې اړوند د ۱۷ بسوې ځمکې په تړاو د دو تنو نورو د دعوا په اړه بحث وکړ او د دعوا دواړه لوري یې وغوښتل او له هغوی څخه یې سندونه وغوښتل چې هغوی هیڅ ډول قانوني سند نه درلود.

هیئت د کادستر ټیم ته دنده وسپارله چې د قرغه یي ولسوالۍ په صفوخیل ساحه کې د امارتي قطعاتو د متصرفینو د کورونو مشخصات په فورم کې درج کړي او راتلونکې غوڼدې ته يې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS