د غور او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل
د غور او خوست ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.
د غور لایت د تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه هغه شنې ساحې چې غصب شوي او یا د پخوانیو ښاروالانو لخوا ویشل شوي، په دقیق ډول بررسي شي او د تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
په دغې ناسته کې، د کابل ـ غور دروازې دمخې ساحې په اړه هم پریکړه وشوه چې ثالث او پوه اشخاص راتلونکې غونډې ته وبلل شي او د هغوی خبرې واورېدل شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د متصرفینو سندونه او مدارک د پورته اشخاصو په حضور کې له ساحې سره تطبیق کړل شي او مدعیان هم راتلونکې غونډې ته حاضر شي.
په همدې توګه په دغې ناسته کې د محمود رضازاده د تېلو ټانک ختیځ کې د هستوګنو نمرو او د یو شخص د هستوګنې کور د نمرو په برخه کې پریکړه وشوه چې هیئت ساحه له نږدې وګوري او له متصرفینو څخه يې سندونه وغواړي.
په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یاد شوي هیئت یو ګروپ له ناستې څخه وروسته سیګۍ دښتې ته ولاړ د ټاکل شوو ساحو د ۳۴ تنو غاصبینو شهرت يې ترلاسه کړ.
یاد شوي هیئت دغې ساحه کې د امارتي ځمکې ۲۰ تنو متصرفینو ته هم د هغوی د سندونو حاضرولو په منظور استعلام هم وویش.
ددغه هیئت یو بل ګروپ په کرنې ریاست کې، ترلاسه شوي سندونه بررسۍ لاندې ونیول.
