د غور او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Wed, Feb 08 2023 4:32 PM
.

د غور او خوست ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د غور لایت د تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه هغه شنې ساحې چې غصب شوي او یا د پخوانیو ښاروالانو لخوا ویشل شوي، په دقیق ډول بررسي شي او د تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، د کابل ـ غور دروازې دمخې ساحې په اړه هم پریکړه وشوه چې ثالث او پوه اشخاص راتلونکې غونډې ته وبلل شي او د هغوی خبرې واورېدل شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د متصرفینو سندونه او مدارک د پورته اشخاصو په حضور کې له ساحې سره تطبیق کړل شي او مدعیان هم راتلونکې غونډې ته حاضر شي.

په همدې توګه په دغې ناسته کې د محمود رضازاده د تېلو ټانک ختیځ کې د هستوګنو نمرو او د یو شخص د هستوګنې کور د نمرو په برخه کې پریکړه وشوه چې هیئت ساحه له نږدې وګوري او له متصرفینو څخه يې سندونه وغواړي.

.

په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او د یاد شوي هیئت یو ګروپ له ناستې څخه وروسته سیګۍ دښتې ته ولاړ د ټاکل شوو ساحو د ۳۴ تنو غاصبینو شهرت يې ترلاسه کړ.

یاد شوي هیئت دغې ساحه کې د امارتي ځمکې ۲۰ تنو متصرفینو ته هم د هغوی د سندونو حاضرولو په منظور استعلام هم وویش.

ددغه هیئت یو بل ګروپ په کرنې ریاست کې، ترلاسه شوي سندونه بررسۍ لاندې ونیول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS