د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي کولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د صفر المظفر د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د رئیسانو او د علماوو کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې وزیر وویل چې د دغه وزارت د اړتیا وړ تقنیني اسنادو تسوید او د نورو اسنادو تدقیق او فقهي تخریج دې د معتبرو شرعي او فقهي سرچینو په استناد سره ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه وزارت ټول مسؤولین دې خپل کارونه په اخلاص او د خلکو د خدمت او د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو په نیت ترسره کړي او د دغه نظام قدر دې وکړي چې په ډېرو قربانیو ترلاسه شوی دی.
