د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز صادر کړی دی

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۴۵

د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۵۹ جواز لیکونه نوي او ۵ نور یې تمدېدي ول.

دغه جواز لیکونه د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست له لوري له پړاوونو تېر او صادر شوي دي. همدا راز دې وزارت ۲۷ تنو نورو غوښتونکو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۲۵ جواز لیکونه نوي او ۲ نور يې تمدېد شوي دي.

د عدلیې وزارت په دې موده کې ټولنو او خیريه بنسټونو ته د فعالیت د ۹۱ جواز لیکونو له صادرولو څخه ۸۷۵ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحويلې کړي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام د ریاست د بررسۍ هیئت په دې موده کې د ټولنو او خیریه بنسټونو ۵۳ دفترونه او د هغو کړنې یې څارلي او کنترول کړي  او له ۴۰ څخه زیاتې ټولنې او خیریه بنسټونه يې غیر فعاله تثبیت کړي دي.

دغه ریاست د ټولنو او خیریه بنسټونو د سندونو د پړاوونو د تېرولو په برخه کې هم یو لړ آسانتیاوې را منځ ته کړي چې له دې جملې څخه د خیریه بنسټ د جواز لیک د غوښتونکي لخوا د بانکي سټيټمنټ له ۲ میلیونه افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته راښکته کیدل، په دې اداره کې د ټولنو او خیریه بنسټونو د ثبت لپاره د یو منظم ډیټابېس جوړول او په حرفوي، صنفي او تخصصي برخو کې حقیقي اشخاصو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک ورکول یادولای شو.Top of Form

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د عدلیې وزیر په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

 د اسلامي امارت د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ښاغلي نندا ایوالیست او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې وکړې.

دا لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې رياست پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۷
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS