د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې
د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زدهکړه ییزې برنامې کې یې ګډون کړی وو، وکتل.
نوموړي په دې زدهکړه ییزې برنامې کې په خپلې اصلاحي وینا کې د مسئولیت پرمخ وړلو لپاره علم، تخصص، تقوا او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې.
نوموړي زیاته کړه چې د نظام په چوکاټ کې هر مسئولیت په خپله برخه کې علمیت او تخصص ته اړتیا لري او دغه راز د مسئولینو هر چلند باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي نظام هغو کسانو ته اړتیا لري چې په عصري علومو کې د تخصص لرلو سربېره په شرعي چارو کې هم کلکه عقیده ولري.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دا زدهکړه ییزه برنامه د حقوقي مرستو د ریاست د کارکوونکو او مسئولینو د علمي او تخصصي ظرفیت د لوړولو او په مرکز کې د حقوقي مرستو او ولایتونو کې د حقوقي مرستو د آمریتونو د خدماتو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده. هغه هیله څرګنده کړه چې ګډونوال په خپلو کاري چارو کې د یادې برنامې له زده کړو څخه ګټه پورته کړي.
په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست مرکزي او د یاد ریاست ولايتي ۳۴ تنه آمرین ګډون لري او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه او حکمونه تشریح شي او د وزارتونو او ادارو ترمنځ د عامه پوهاوي د برنامو د تطبیق او همغږۍ، د وخت او غونډې مديریت، د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د اداري مراسلاتو په اړه هم زده کړې ورکړل شي.
