د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

barekzai_admin
Thu, Oct 29 2026 11:20 AM
.

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده‌کړه ییزې برنامې کې یې ګډون کړی وو، وکتل.

نوموړي په دې زده‌کړه ییزې برنامې کې په خپلې اصلاحي وینا کې د مسئولیت پرمخ وړلو لپاره علم، تخصص، تقوا او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې.

نوموړي زیاته کړه چې د نظام په چوکاټ کې هر مسئولیت په خپله برخه کې علمیت او تخصص ته اړتیا لري او دغه راز د مسئولینو هر چلند باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي نظام هغو کسانو ته اړتیا لري چې په عصري علومو کې د تخصص لرلو سربېره په شرعي چارو کې هم کلکه عقیده ولري.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دا زده‌کړه ییزه برنامه د حقوقي مرستو د ریاست د کارکوونکو او مسئولینو د علمي او تخصصي ظرفیت د لوړولو او په مرکز کې د حقوقي مرستو او ولایتونو کې د حقوقي مرستو د آمریتونو د خدماتو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده. هغه هیله څرګنده کړه چې ګډونوال په خپلو کاري چارو کې د یادې برنامې له زده کړو څخه ګټه پورته کړي.

په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست مرکزي او د یاد ریاست ولايتي  ۳۴ تنه آمرین ګډون لري او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه او حکمونه تشریح شي او د وزارتونو او ادارو ترمنځ د عامه پوهاوي د برنامو د تطبیق او همغږۍ، د وخت او غونډې مديریت، د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د اداري مراسلاتو په اړه هم زده کړې ورکړل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS