د عدلیې وزارت مسلکي معین د فراه ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۲۰
.

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۵مه نېټه د شنبې په ورځ فراه ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د فراه ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د فراه د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌ دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي په کاري چارو کې اخلاص، صداقت او د مسؤولیت احساس کولو ته هم اشاره وکړه.

همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د فراه د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۷مه نېټه د دوشنبې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د فراه ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۵مه نېټه د شنبې په ورځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هلمند ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۲مه نېټه د چهار‌شنبې په. . .

BACK TO NEWS