د عدلیې وزارت مسلکي معین د هلمند ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه
د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ هلمند ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د هلمند ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د هلمند د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.
نوموړي څرګنده کړه چې اوس دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي په کاري چارو کې اخلاص، صداقت او د مسؤولیت احساس کولو ته هم اشاره وکړه.
همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د هلمند د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې به لهپخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.
