د عدلیې وزارت سرپرست وزیر په کابل کې مېشت د ترکیې له سفیر سره وکتل

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۱

 نن چهارشنبه، د ربیع الاول په ۷ نېټه سهار د ا.ا.ا د عدلیې وزارت محترم سرپرست وزیر الشیخ مولوي عبدالحکیم الشرعي حفظه الله، په کابل کې مېشت د ترکیې له محترم سفیرجیهاد ارګینای، او مل پلاوي سره یې لېدنه او خبري اترې وکړ.

په دغه کتنه کې د عدلیې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان له خلکو سره د ترکیې هېواد له شویو مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، ویې ویل: ترکیه او افغانستان له پخوا څخه دوستانه اړیکې درلودلې او په راتلونکي کې به هم دا دوستانه اړیکې ادامه ولري. هغه زیاته کړه چې افغانستان د ترکیې او ټول هېوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دي.

د افغانستان له خلکو سره د ترکیې پخوانيو مرستو ته په اشارې سره د ترکیې سفیر وویل: هېواد یې اوس هم د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري ته چمتو دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د عدلیې وزارت سره به د کارکوونکو د لاپوهاوي او د متخصیصنو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

په دغه لېدنه کې د ترکیې سفیر، د دوو هېوادونو ترمنځ د مخکنیو هوکړه لېکونو په هکله د هغو له جملې څخه د مجرمینو د استرداد  د هوکړه لیک په هکله د وضاحت غوښتونکی شو.

د عدلیې وزارت سرپرست وزیر وویل: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد مخکنيو ټولو هغو هوکړه لیکونو او تعهداتو  ته ژمن دی چې له نورو هېوادونو سره ترسره شوي دي خو په هغه  صورت کې چې له اسلامي شریعت سره په تکړ کې نه وي.

هغه د خپل خبرو په لړ کې په نړیوالو قضایاوو او په ځانګړي ډول د هغه قضایاوو په هکله چې په مسلمانانو پورې اړوند دي د ترکیې هېواد له دريځ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرې یوې اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۴۳ دفترونه او یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵
Background image

د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د. . .

BACK TO NEWS