د عدلیي وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۴:۴
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مشرتابه شورا ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۹ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت د مرکزي ریاستونو د کړنلارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه چې په پایله کې د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست کړنلاره تایید او تصویب شوه.

د غونډې غړو د حقوقي مساعدتونو ریاست د کړنلارې په اړه هم بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې په دې کړنلاره کې یو لړ اصلاحي زیاتوالی راوړل شي او د رهبري شورا په راتلونکې غونډې کې وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

په باميان ولایت کې د کابو ۴۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

په کندز ولايت کې د ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص کېدل

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه کړه.
تخيکي هيئت په دې ناسته کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۶۵۴ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د چمتال ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS