په باميان ولایت کې د کابو ۴۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
.

 د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند په جګره‌خيل ساحو کې د څلور زره اووه سوه نهه نوي (۴۷۹۹) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او تر بررسۍ لاندې ونيول شوه. 
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS