د سمنګان ولایت په عدليې ریاست کې د دوو تشو بستونو آزموینه جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۳:۳۴
.

د سمنګان ولایت په عدليې ریاست کې د دوو تشو بستونو آزموینه د رجب المرجب میاشت په ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ د سمنګان ولایت د عدليې رییس الحاج قاري فراح الدین محمدي، ددغه ولایت د بشري سرچینو آمر مولوي جان محمد او ددغه ولایت د عدليې ریاست د مالي او اداري مدیر عتیق الله بریالي په حضور سره جوړه شوه.

.

په دغې آزموینه کې په شرایطو برابر ۹ تنو نوماندانو ونډه اخیسته وه او د تخنیکي هیئت د سکرتریت (۴) رتبه بست او د تخنیکي هیئت د اداري مدیریت (۵) رتبه بست له پاره يې په خپلو کې رقابت وکړ.

دغه آزموینه د تحریري او تقریري په صورت جوړه شوه او پکې دو تنه د لوړو نمرو په اخیستلو سره د کامیابۍ نمرو په ترلاسه کولو بریالي شوو او د هغوی د منظورۍ وړاندیز هم ترتیب شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS