د رسمي جریدې د غیرقانوني چاپ او خپرولو ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

په دې وروستیو کې لیدل شوي چې یو شمېر مطبعو او د چاپ مرکزونو، د رسمي جریدي په ناقانونه چاپ او بازارونو کې پر پلورلو لاس پورې کړی.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د مطبعو او چاپ مرکزونو او نورو بنسټونو او ارګانونو ټولو مسؤلینو ته خبر ورکوي چې په رسمي جریدو کې د قوانینو، مقررو او نورو تقنیني سندونو چاپ او خپرول عدليې وزارت پورې اړه لري او بل هیڅ شخص او ارګان نشي کولای د عدلیې وزارت له اجازې پرته د رسمي جریدې او تقنیني سندونو په چاپ او خپرولو کې اقدام وکړي. له ګرانو هیوادوالو څخه هم هیله کیږي چې د دغه ډول مواردو لیدلو په صورت کې د عدلیې وزارت ته خبر ورکړي که  بیا هم کوم اشخاص او یا خصوصي مطبعې په داسې غیر قانوني عمل لاس پورې کړي، او یا هم د داسې مواردو په پېدا کولو په صورت کې عدلیې وزارت ته خبر ورنکړي او د داسې مواردو د استفادې په حال کې ګیر شي نو عدلیې او قضایې ارګانونو ته به معرفي شي.

.

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۳
Background image

۲۴۵ تنو غوښتونکو لپاره د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د دوه یمې دورې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدليې وزارت، ۲۴۵ تنو غوښتونکو لپاره د دفاع وکالت د ستاژ برنامې دوه یمه دوره د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لومړۍ نېټه جوړوي.

یاد غوښتونکي چې د هغوی نوملړ د . . .

شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر د ۴۷ دورې د پېل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هیواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټې چې د وږي د میاشتې له ۱۲ نیټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، ۱۷ تنه نور مدافع . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۹:۴۶
Background image

د دفاع وکالت د ورودي آزموينې د دوه یم دور د پایلو اعلام

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي آزموینې د دوه یم دور آزموینه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په ۳۰ نېټه  د ۶۵۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز . . .

Back to announcements