د دوو دولتي ادارو ترمنځ د شخړې د حل په منظور ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۲:۳۷
.....

 د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د دغه ولایت په اړونده سېمه کې د یو ملکیت پرسر حقوقي دعوا لري چې د دغې شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست د امارت د قضایاو د آمریت په منځګړیتوب د دغه ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

.

په یاده ناسته کې د عدلیې رییس، د اسعد آباد ښار د ښاروالۍ رییس، د نفت اوګازو لوی رییس او ملګري پلاوي يې ګډون کړی وو.

 په دغې ناسته کې د شخړې د دواړو لورو رییسانو د یادې شخړې په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.

.

د عدليې رییس دواړو ادارو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ترمنځ شخړه به د قانون او شریعت پر اساس حل او فصل شي. هغه له یادو ادارو څخه وغوښتل چې غوښتل شوي سندونه، دلایل او اثباتیه مدارک د امارت د قضایاو د قانون پر اساس په ټاکل شوي وخت د امارت د قضایاو آمریت ته تسلیم کړئ ترڅو د دوسیې څیړنیز پړاونه بشپړ شي  او په دې اړه تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۳:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست له لورې د دست کمک خیریه بنسټ وتړل شو

د عدليې وزارت د محترم مقام د حکم پر اساس، د دست کمک خیریه بنسټ دفتر په ننګرهار ولایت کې د عدليې ریاست او اړونده هیئت له لوري وتړل شو او اجناس یې ضبط شول.

ګډ هیئت چې په جوړښت کې یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۵:۴
Background image

د عدليې وزارت خبرتیا; د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر د 25 دورې پېل

په ټول هیواد کې ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په اوله نېټه چې د تلې د میاشتې له ۵ نیټې سره سمون خوري د سه شنبې په ورځ، د ۲۱ تنو نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر د 24 دورې د پاېلو خبرتیا

عدلیې وزارت د مدافعو وکیلانو د ارزونې د بهیر ۲۴ دوره د تلې په ۲ نېټه د شنبې په ورځ د ۴۴ تنو مدافعو وکیلانو په ګډون په دې وزارت کې، جوړه کړه.

د شوې ارزونې پر بنسټ له ۴۴ تنو ګډونوالو څخه. . .

BACK TO NEWS