د دوو دولتي ادارو ترمنځ د شخړې د حل په منظور ناسته جوړه شوه

waheed
Thu, Sep 22 2022 12:37 PM
.....

 د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

د کنړ ولایت د ښاروالۍ او د نفتو او ګاز ریاست ترمنځ د دغه ولایت په اړونده سېمه کې د یو ملکیت پرسر حقوقي دعوا لري چې د دغې شخړې د حل په منظور د عدليې ریاست د امارت د قضایاو د آمریت په منځګړیتوب د دغه ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

.

په یاده ناسته کې د عدلیې رییس، د اسعد آباد ښار د ښاروالۍ رییس، د نفت اوګازو لوی رییس او ملګري پلاوي يې ګډون کړی وو.

 په دغې ناسته کې د شخړې د دواړو لورو رییسانو د یادې شخړې په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.

.

د عدليې رییس دواړو ادارو ته ډاډ ورکړ چې د هغو ترمنځ شخړه به د قانون او شریعت پر اساس حل او فصل شي. هغه له یادو ادارو څخه وغوښتل چې غوښتل شوي سندونه، دلایل او اثباتیه مدارک د امارت د قضایاو د قانون پر اساس په ټاکل شوي وخت د امارت د قضایاو آمریت ته تسلیم کړئ ترڅو د دوسیې څیړنیز پړاونه بشپړ شي  او په دې اړه تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS