د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول
عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.
دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل دي، د صفر المظفر د میاشتې په ۲۹مه د پنجشنبې په ورځ چې د زمري (اسد) میاشتې له ۲۲مې نېټې سره سمون خوري د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او د یاد وزارت د نورو مسؤولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عدلیې وزارت په انګړ کې پورته شول.
په دغو مراسمو کې د عدلیې وزیر د غربي اشغال پر وړاندې په ۲۰ کلنه جګړه کې د اسلامي امارت فتحه او بریا او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت د الله تعالی د نصرت ښکاره بېلګه وبلله او د نظام د لا زیاتې پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي سپین بیرغ د اسلام او اسلامي نظام فرهنګي نښه وبلله.
د عدلیې وزارت د انګړ د ښکلا او د هېواد د فرهنګي ارزښتونو د تحکیم په موخه د اسلامي امارت د لوی بیرغ د نصبولو پروژه په تېر هجري قمري کال کې پیل شوې وه، چې یاده پروژه بشپړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه.
