د حج او عمرې په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې د غونډې جوړېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۳
.

د حج او عمرې او سیاحتي شرکتونو په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې غونډه د شوال د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ترسره شوه او د حج  او عمرې او سیاحتي شرکتونو اړوند ځینې موضوعات په‌کې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین، محترم مولوي قدرت‌الله جمال، د حج او اوقافو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست استازو، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس او د حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې رئیس هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د ستونزو د بررسۍ، د حج او عمرې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د غیر قانوني کړنو د مخنیوي او د موجودو ستونزو د لرې کولو په هکله د کمېټې راپور وړاندې شو.

په دې غونډه کې د عدلیې وزیر د ستونزو د حل او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په منظور د امارتي ادارو، د حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې او نورو اړوندو بنسټونو ترمنځ پر بشپړې همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د حج او عمرې په برخه کې ستونزې باید په بنسټیز ډول حل شي او هره مسؤوله اداره باید خپل مسؤولیت ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د ټانک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 د عدلیې وزارت د وسایطو د یوه تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو پروژه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مسلکي معین، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په حضور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي څېړنو د چارو لوی ریاست مرستیال معرفي شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الآخر د میاشتې په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې او موټورپلورنځیو ۳ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونې او د موټرپلورنځیو له فعالیت څخه د نظارت او د یاد ولایت په کچه د مراجعینو شکایتونو ته د رسیدګۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې او موټر. . .

BACK TO NEWS