د حج او عمرې په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې د غونډې جوړېدل

barekzai_admin
Tue, Apr 07 2026 3:03 PM
.

د حج او عمرې او سیاحتي شرکتونو په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې غونډه د شوال د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سېشنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ترسره شوه او د حج  او عمرې او سیاحتي شرکتونو اړوند ځینې موضوعات په‌کې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین، محترم مولوي قدرت‌الله جمال، د حج او اوقافو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست استازو، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس او د حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې رئیس هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د ستونزو د بررسۍ، د حج او عمرې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د غیر قانوني کړنو د مخنیوي او د موجودو ستونزو د لرې کولو په هکله د کمېټې راپور وړاندې شو.

په دې غونډه کې د عدلیې وزیر د ستونزو د حل او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په منظور د امارتي ادارو، د حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې او نورو اړوندو بنسټونو ترمنځ پر بشپړې همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د حج او عمرې په برخه کې ستونزې باید په بنسټیز ډول حل شي او هره مسؤوله اداره باید خپل مسؤولیت ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS