د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۳۶
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم په ساحو کې یو لړ عملي فعالیتونه ترسره شول.

په دغې ناسته کې د امیر علي شیر نوايي پروژې، د ۲۰۲ ګڼې قبالې د زمیندارۍ ساحې، له مرکزي کمېسیون څخه د استول شويو لیکوونواو د کرنې ریاست د څیړنیز فارم د ۳۷۵ جریبه ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

هیئت د امیر علي شیر نوايي د پروژې په اړه پریکړه وکړه چې یاده شوې ساحه د کادستر د فني ټیم لخوا د اړوندې ناحيې او ځايي مشرانو په همکارۍ مساحت شي او کروکي یې واخیستل شي او وروسته د کمېسیون له لارښوونې سره سم اجراآت ترسره شي.

دغه راز هیئت په بلخ ولسوالۍ کې د یو شخص په اجاره کې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې او په چمتال ولسوالۍ کې د یو شخص تر اجارې لاندې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په تړاو، اړوندو افرادو او اشخاصو ته معلوماتي استعلامونه وویشل. د سیاه ګرد سړک په ختیځ کې د ۹۰۰۰ جریبه ځمکې په اړه پریکړه وشوه چې قبالې ته یې له ساحې سره مطابقت ورکړل شي او د ساحې کروکي واخیستل شي او هم د ډبرو د سکرو د دولتي شرکت موضوع به هم د مستوفیت له ادارې سره شریکه کړل شي.

د کرنې ریاست د څیړنیز فارم د ۳۷۵ جریبه ځمکې او له هیئت سره د اوسیدونکو د عدم همکارۍ د موضوع په تړاو، د ساحې مشران هیئت ته وغوښتل شول او پر هغوی ټینګار وشو چې له هیئت سره همکار اوسي. یو شمېر موضوعات هم راتلونکي غونډې له پاره تعیین شول. 

هیئت له غونډې او د ۲۰۲ ګڼې د قبالې د اصل له اخیستلو څخه وروسته د ۲۰۲ ګڼې قبالې د زمیندارۍ ساحې ته ولاړ او یاده شوې ساحه یې د کروکي ترتیب له پاره جي پي اس کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS