۲۴۵ تنو غوښتونکو لپاره د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د دوه یمې دورې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت، ۲۴۵ تنو غوښتونکو لپاره د دفاع وکالت د ستاژ برنامې دوه یمه دوره د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لومړۍ نېټه جوړوي.

یاد غوښتونکي چې د هغوی نوملړ د خبرتیا په پای کې درج شوی دی، کولی شي له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې ۳۰ نېټې پورې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو انستېتوت د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړو دیپارتمنت ته په مراجعې سره، د یادې برنامې د تعرفې فیس ترلاسه کړي او د دفاع وکالت ستاژ لپاره نوم لیکنه وکړي.

د دفاع وکالت د ستاژ برنامه دوه سمستره ده او په دغې برنامې کې تدریس د ګوګل میټ (Google Meet) له لارې ترسره کیږي. ستاژارن اړ دي چې د هر سمستر په پای کې ۱۵ ورځو لپاره د عدليې وزارت مقر ته حاضر شي او اړوندو عملي زده کړو او آزموینو کې برخه واخلي.

د یادې برنامې د غوښتونکو نوملړ له (دغه ځای)څخه ترلاسه کولی شئ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمه دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د تلې (میزان) د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دفاع وکالت د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو جواز . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې وړاندې له دې یې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل شوي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۹ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۹ دوره د ربیع اوالاول (سنبلې) د میاشتې په ۱۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې  . . .

Back to announcements