د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د پایلو اعلام

barekzai_admin
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمه دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د تلې (میزان) د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دفاع وکالت د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو جواز غوښتونکو په ګډون سره واخیسته.

د ازموینې په دې دوره کې له ۵۴۳ حاضرو ګډونوالو څخه، ۱۸۱ تنو وشو کولای چې د ټاکل شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي چې فهرست یې د اطلاعیې لاندې درج شوی.

په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۶۴۸ تنو غوښتونکو نوم لیکنه کړې وه چې د ازموینې په ورځ د هغوی ۱۰۵ تنه حاضر نه شول او غیرحاضر وګڼل شول.

په فهرست کې د شاملو افرادو د جواز اخیستنې او یا د دفاع وکالت په ستاژ کې د نوم لیکنې نېټه وروسته خپریږي.

د کامیاب شویو فهرست

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د شرعي او حقوقي مشورو وړاندې کولو په موخه د ۱۸۸ وړیا شمېره فعاله شوه

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د حقوقي مشورو وړاندې کولو وړیا ټلیفوني مرکز فعال کړ او هېوادوال کولای شي حقوقي مشورو ته د اړتیا په صورت کې، له ۱۸۸ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
دا مرکز په . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د تجربه‌لرونکو متقاضیانو د لیست اعلام

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمې دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۲۲ نېټه د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز . . .

Back to announcements