په تېره يوه مياشت کې د ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو فعالیتونو څخه نظارت ترسره شوی دی

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۸
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال په جدي مياشت کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې له ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو څخه نظارت ترسره کړی.

نظارتي پلاوي د یادو عريضه ليکونکو د فعالیت جوازونه، د عريضه ليکنې څرنګوالی او نور اړين موارد بررسي کړي چې په ترڅ کې یې د ۱۸ تنو عریضه ليکونکو چارې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله درول شوي دي.

همدارنګه د نورو عريضه ليکونکو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې چې پلاوي د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه هغوی ته لازمې توصیې وړاندې کړې دي.

د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست د همدې مودې په ترڅ کې د فعاليت د جواز له ۲۵ تنو غوښتنکو څخه ازموینه اخیستې، ۱۸ تنو لپاره یې نوي جوازونه ويشلي او ۴۰ نور جوازونه یې تمديد کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

په تېره يوه مياشت کې د ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو فعالیتونو څخه نظارت ترسره شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال په جدي مياشت کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې له ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۳۸
Background image

په تېرو درېيو مياشتو کې له ۲۳۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی دی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرو درېيو مياشتې په ترڅ کې په کابل او مرکزي زون ولایتونو کې د ۲۳۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په جدي (مرغومې) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۱۱ دفترونه. . .

BACK TO NEWS