په تېره يوه مياشت کې د ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو فعالیتونو څخه نظارت ترسره شوی دی
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال په جدي مياشت کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې له ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو څخه نظارت ترسره کړی.
نظارتي پلاوي د یادو عريضه ليکونکو د فعالیت جوازونه، د عريضه ليکنې څرنګوالی او نور اړين موارد بررسي کړي چې په ترڅ کې یې د ۱۸ تنو عریضه ليکونکو چارې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله درول شوي دي.
همدارنګه د نورو عريضه ليکونکو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې چې پلاوي د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه هغوی ته لازمې توصیې وړاندې کړې دي.
د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست د همدې مودې په ترڅ کې د فعاليت د جواز له ۲۵ تنو غوښتنکو څخه ازموینه اخیستې، ۱۸ تنو لپاره یې نوي جوازونه ويشلي او ۴۰ نور جوازونه یې تمديد کړې دي.
