د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
.

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو د مرستو ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر هېوادوال له اوږدې مودې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې دغه کډوال د استوګنې، معیشت او د ژوند  نورو لومړنیو اړتیاوو له اړخه عاجلو مرستو ته اړتیا لري او خیریه بنسټونه کولای شي چې په دې برخه کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
د عدلیې رئيس همدارنګه ټینګار وکړ چې خيریه مرستې باید په شفاف، عادلانه ډول او پر اړمنو کسانو وويشل شي او په دې برخه کې دې خيريه بنسټونه له عدلیې رياست سره لازمې همغږۍ ته ژمن اوسي.
په ورته مهال په دې ناسته کې د خيريه بنسټونو مسؤولینو ډاډ څرګند کړ چې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره به هر ډول مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS