د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
.

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو د مرستو ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر هېوادوال له اوږدې مودې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې دغه کډوال د استوګنې، معیشت او د ژوند  نورو لومړنیو اړتیاوو له اړخه عاجلو مرستو ته اړتیا لري او خیریه بنسټونه کولای شي چې په دې برخه کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
د عدلیې رئيس همدارنګه ټینګار وکړ چې خيریه مرستې باید په شفاف، عادلانه ډول او پر اړمنو کسانو وويشل شي او په دې برخه کې دې خيريه بنسټونه له عدلیې رياست سره لازمې همغږۍ ته ژمن اوسي.
په ورته مهال په دې ناسته کې د خيريه بنسټونو مسؤولینو ډاډ څرګند کړ چې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره به هر ډول مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS