د مدافع وکیلانو د فعالیت جواز د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هغو محترمو مدافع وکیلانو ته چې د فعالیت جواز مودې څخه یې څه باندې ۴۵ ورځې تېرې شوي، خبر ورکوي چې د هغوی د جواز د تجدید غوښتنلیک د اخیستو بهیر، د ۱۴۰۲ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ پیلیږي او د سلواغې د میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې دوام لري.

یاد شوي وکیلان دې تر یادې شوې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د ځنډ دلیل په څرګندولو او د سندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته وسپاري او د ټاکلې نېټې څخه وروسته به یې هیڅ ډول دلیل و نه منل شي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۸ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۸ دوره د چنګاښ (سرطان) د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې ۹ تنه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۸ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د محرم الحرام د میاشتې په ۵مه نېټه چې د چنګاښ (سرطان) د میاشتې له ۱۰ نېټې سره سمون خوري د سه‌شنبې په ورځ، د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۷ دورې د پاېلو خبرتیا

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۷ دوره د غویي د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۴ تنه مدافع . . .

Back to announcements