د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

barekzai_admin
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون واخیسته.

د ازموینې په دې دوره کې د ۶۹۸ حاضرو ګډونوالو له جملې څخه، د هغوی ۲۷۳ تنه وتوانېدل چې د ټاکل شویو نمرو په ترلاسه کولو سره د دفاع وکالت جواز اخېستلو او د ولایتونو په مرکزونو کې د کار کولو لپاره په شرایطو برابر وګرځي او ۱۳۵ تنه یې د دفاع وکالت د جواز اخېستلو او د خپلو اړوندو ولایتونو په ولسوالیو کې د کار کولو لپاره په شرایطو برابر وپېژندل شي.

په فهرست کې د شاملو کسانو د جواز ترلاسه کولو او یا د دفاع وکالت په ستاژ کې د نوم لیکنې لپاره به د مراجعې وخت وروسته اعلان شي.

د بریالیو شویو غوښتونکو فهرست

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

  د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د ریاست د پُست لپاره د نوم لیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د هېواد د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسؤولینو په دې وروستیو کې له عدلیې وزارت څخه په یوه رسمي غوښتنلیک کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

Back to announcements