د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیت منلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
دا ناسته د ذوالحجې میاشتې په ۸مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیر په مشرۍ او د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه. په دې ناسته کې د عدلیې وزیر وویل چې ټول مسؤولین او کارمندان دې په بشپړ صداقت، دیانت او امانتدارۍ سره کار وکړي او هغه مسؤولیتونه چې ورسپارل کېږي، په غوره توګه دې سرته ورسوي.
هغه زیاته کړه چې په کاري چارو کې جدي دی او د وزارت د بېلابېلو برخو له ټولو کارمندانو او مسؤولینو څخه هیله لري چې خپل کارونه په جدیت سره ترسره کړي، ترڅو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د هر ډول ځنډ مخه ونیول شي.
محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې واکمن شوی او مسؤولین باید د داسې کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي چې د نظام د کمزورتیا لامل کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې که مسؤولین په صداقت او دیانت او په سمه توګه خپلې کاري چارې پرمخ نهشي وړلی، غوره ده چې استعفا ورکړي او بل کس ته فرصت ورکړي.
