د عدلیې وزارت نظارت لاندې د «خیریه بنسټونو د اتحادیې» مدیره هیئت ټاکلو په منظور ناسته جوړیدل

hayat_admin
Thu, Mar 28 2024 11:56 AM
.

د خیریه بنسټونو د اتحادیې د رئیس او مدیره هیئت د تعیین په منظور د یادې اتحادیې د ټاکنو پروسه د یوې ناستې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست تر نظارت لاندې په کابل «د یولرنا مسلکې انستېتوت» کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د روژې د مياشتې  په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رئیس او د خیریه بنسټونو استازو ګډون درلود.

په یاده غوڼده کې د عدلیې وزارت هيئت، د خيریه بنسټونو ترمنځ د اتحادیې رامنځته کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د دغو بنسټونو ترمنځ یې په لا زياتو همغږیو ټينګار وکړ.

په یاده غونډه کې د خيريه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو، بې وزلو او مستحقينو خلکو ته د مرستو د منظم ويش په موخه د خيريه بنسټونو د اتحادیې رئيس او مدیره هیئت د ټاکنو په ترڅ کې  وټاکل شوو.

د یادې پروسې په ترڅ کې، جاوید ابراهیمي د اتحادیې د رئیس په حیث او د دریو نورو خیریه بنسټونو مسؤولین د خیریه بنسټونو د اتحادیې د مرستیالانو او منشي په توګه وټاکل شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS