حقوقي مساعدتونو ته لاسرسی، زیاتوالی مومي

waheed
Mon, May 10 2021 2:56 PM
.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت له مشارکتي بنسټ سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه مشارکتي بنسټ له څلورو ګډو بنسټونو څخه چې د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د همغږۍ  موسسه، د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع موسسه، د بشر د حقوقو او د تاوتریخوالي د له منځه وړلو موسسه او  د CAID بین المللي دفتر پکې شاملېږي، جوړ شوی دی.

دغه هوکړه لیک د دوشنبې د غويي په ۲۰ مه نېټه د عدليې وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي ګل محمد ګلزي او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د همغږۍ  د موسسې د اجرايي رئیس عزیز احمد جامي په واسطه چې د دغه  مشارکتي بنسټ رهبري پر غاړه لري، لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک، حقوقي مساعدت ته د لاسرسي د زیاتوالي د پروژې د تطبیق او په افغانستان کې عدلي او قضايي بنسټونو  ته د ځواب ورکونې لپاره د مدني ټولنې د رول د پیاوړتیا په منظور لاسلیک شو نومورې پروژه د اروپا د اتحاديې په واسطه تمویلېږي او د ۲۰۲۲ د نومبر تر پایه، په کابل، هرات، بلخ، سمنګان، بادغیس، غور، دایکندي او بامیان ولایتونو کې د مشارکتي بنسټ په واسطه تطبیقېږي.

.

دغه پروژه د لویي څارنوالۍ له محترمې ادارې سره د اروپا د اتحاديې د هوکړې یوه برخه ده چې ټول لګښت يې له یو میلیون او ۴۹۶ زرو یورو څخه زیات دی او ۹۰ سلنه يې د اروپا د اتحاديې او پاتې ۱۰ سلنه يې د مشارکتي بنسټ د غړو په واسطه تمویلېږي چې له هغه څخه عدليې وزارت ته ځانګړې شوې بودجه له ۲۸۸ زرو یورو څخه زیات دی.

۳۰ زره ښځو او ماشومانو ته د حقوقي خدمتونو او حقوقي مساعدتونو وړاندې کول، د حقوقي عامه پوهاوي ورکونې د برنامو جوړول، ۳۶۰ کلو او ۴۰ ولسوالیو کې د سیمې پر بنسټ د بشري حقوقو د ۴۰۰ کمېټو رامنځته کول، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د کړنو د بررسۍ د سیستم رامنځته کول او په ښې خدمت رسونې کې د مرستې او تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د ادارې د ښه والي لپاره د عدالت غوښتنې په موخه د څارنوالۍ له ریاستونو سره د همکارۍ لپاره د مدني ټولنو د ۸ شبکو رامنځته کول د دغې پروژې په برنامو کې شامل دي.

په دغه بنسټ کې شاملې موسسې هر یوه تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د دغې پروژې د پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS