د عدليې وزیر په افغانستان کې د نظم د واکمنۍ د ملاتړ د وجهي صندوق د څارنې او ارزونې د برخې له مسؤل سره خبرې وکړې.

waheed
Thu, May 21 2020 3:37 PM
.

د عدليې وزیر په افغانستان کې د نظم د واکمنۍ د ملاتړ د وجهي صندوق د څارنې او ارزونې د برخې (LOTFA) له مسؤل کوان پاد سوهي ـ همکت سره چې د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) یو له پرمختیایې پروګرامونو څخه یو دی، د عدلي او قضايې همکاریو په باره کې خبرې وکړې.

دغه خبرې د ۱۳۹۹ کال د غبرګولى د میاشتې په لومري نېټه د ۵ شنبې ورځ په آنلاین ډول تر سره شوې چې د عدلي او قضايې په برخه کې په مخاطبانو پورې اړوند د سروې او څیرنې د تر سره کولو او په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو د دوام په هکله له دغه صندوق سره د عدلیې وزارت د همکارۍ په باره کې خبرې وشوې.

.

ښاغلي کوان وویل په افغانستان کې له نظم او واکمنۍ سره د ملاتړ وجهي صندوق وایې د هېواد په کچه د هېواد د واکمنۍ او د کورنیو چارو وزارت او د عدلي او قضايې بنسټونو د ارتباطي فعالیتونو او په مخاطبانو باندې د هغو د اغیزو په باره کې دوه سرویګانې ترسره کړې.

د هېواد د عدليې وزیر د دغه شان څیرنې د ترسره کولو په هرکلي سره چې هیله لري په دې برخه کې د دغه صندوق همکارۍ په دې څیرنه کې د شاملو عدلي او قضايې بنسټونو د فعالیتونو د لازیات اغیزمنتوب د زیاتوالی سبب شي.

داکټر عبدالبصیر انور په دغو خبرو کې دغه راز د یو عدليې او قضايې بنسټ په توګه د عدليې وزارت د مسؤلیتونو او په تیرو ۵ کلونو کې د هغو د فعالیتونو په باره کې خبرې وکړې.

هغه دغه راز د څیرنې د لازیات اغیزمنتوب په منظور د څارنې او ارزونې (LOTFA) برخې له مسؤل سره مهم ټکي شریک کړل او په دې اړوند کې هم یو لر پوښتنې طرحه کړې.

ښاغلي کوان د دې څیرنې په باره کې د توضیحاتو په وړاندې کولو وویل چې جز‌ييات به يې ډیر ژر د عدليې له وزارت سره شریک کړی شي.

هغه دغه راز د عدليې وزارت فعالیتونه مهم وبالل او د مسؤلیتونو د اجرا په لاره کې يې د دې وزارت له اقداماتو سره مننه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS