د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Tue, Jul 07 2026 12:31 PM
.

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د کندهار د عدلیې ریاست، د دغه ولایت له دارالتأدیب او په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عدلیې ریاست له انسجام مدیریت څخه لیدنه وکړه او د دغو ادارو د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د کندهار د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل چې په نظام کې مسؤولیت ستر امانت دی ځکه چې د یوه کس امانت نه دی بلکې د ټولو خلکو امانت دی. هغه څرګنده کړه چې امانت باید اهل ته وسپارل شي او په نظام کې د مسؤولیت ادا کولو لپاره د اهلیت تر ټولو مهمه شرط علمیت دی.

نوموړي د کاري چارو په ترسره کولو کې د اخلاص، صداقت او نیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې زموږ او ستاسو تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. هغه ټینګار وکړ چې مسؤولین نه‌باید د خلکو او مراجعینو کار وځنډوي.

همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین او مل پلاوي یې د یاد سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له دارالتأدیب او په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عدلیې ریاست د انسجام آمریت له انسجام مدیریت څخه لیدنه وکړه، د دغو برخو فعالیتونه یې نظارت او بررسي کړل او د هغو له مسؤولینو سره یې خبرې وکړې.

یاد پلاوي د درې ‌واړو برخو د مسؤولینو او کارکوونکو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د کندهار ولایت د عدلیې ریاست، دارالتأدیب او د سپین بولدک ولسوالۍ د انسجام مدیریت مسؤولینو هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او د خلکو د خدمت په لاره کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS