د پکتيا ولایت د عدلیې رياست او یو شمېر مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Thu, Mar 12 2026 10:36 AM
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د روژې د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ په دغه لایت کې له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د یاد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود  او د پکتیا د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح په کې د مدافع وکیلانو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې مدافع وکیلان په ټولنه کې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په پیاوړتیا کې مهم او اغېزمن رول لري.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان دې خپل ټول مسلکي فعالیتونه د مدافع وکیلانو د انسجام له کړنلارې سره سم ترسره کړي.

په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د عدلیې ریاست مسؤلینو د یادو ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS