د پکتيا ولایت د عدلیې رياست او یو شمېر مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د روژې د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ په دغه لایت کې له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د یاد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود او د پکتیا د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح په کې د مدافع وکیلانو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې مدافع وکیلان په ټولنه کې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په پیاوړتیا کې مهم او اغېزمن رول لري.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان دې خپل ټول مسلکي فعالیتونه د مدافع وکیلانو د انسجام له کړنلارې سره سم ترسره کړي.
په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د عدلیې ریاست مسؤلینو د یادو ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
