د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د بدخشان والي سره وکتل

barekzai_admin
Wed, Dec 31 2025 2:49 PM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ بدخشان ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له والي، مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د بدخشان یو شمېر نورو سيمه‌‌ییزو مسؤولينو هم ګډون درلود او د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس په‌کې د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، په جزایي قضيو کې حقوقي مرستو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسي او په کورنيو قضیو کې بېوزلو ښځو او ماشومانو ته د وړيا حقوقي مرستو وړاندې کولو، په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامو جوړول، په ټول هېواد کې د ۱۸۸ شمېرې له لارې په وړيا ډول د حقوقي مشورې ورکولو، په عدلي او قضایي مراجعو کې د حقوقي مساعدینو د ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
له بلې‌خوا د بدخشان والي، مولوي محمد اسماعيل غزنوي د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ولایت د مقام په اداري ناستو کې به یاد رياست سره د اړوندو ادارو د لا زياتو همکاريو په هکله خبرې وکړي.
همدارنګه د بدخشان ولايت د استيناف محکمې رئيس، مولوي محمد صابر حنفي هم خبرې وکړې او ويې ويل چې اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او نظام او خلکو ته خدمت د ټولو ګډ مسؤوليت دی. نوموړي زياته کړه چې د عدليې رياست د حقوقي مرستو آمريت ته به په اړوندو محکمو کې لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS