په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Sat, Dec 20 2025 2:31 PM
.

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې چې د ارزګان عدلیې رئيس، مولوي خيرالله حق نما په مشرۍ ترسره شوه د یادو موټر پلورنځيو قانوني جوازونه، رسمي سټې، لوحې، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړین اسناد بررسي شول.

د یاد نظارت په ترڅ کې ۸ موټر پلورنځي د یو شمېر غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول او د پاتې نورو موټر پلورنځيو مسؤولينو ته د کاري چارو د  ښه پرمخ وړولو او د خپلو موجودو ستونزو د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS