د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Wed, Aug 20 2025 10:08 AM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا ناستو په ترڅ کې له هغوی سره د همکاریو او همغږیو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
دا ناستې په تېرې یوې اوونۍ کې ترسره شوې او د حقوقي مرستو رئیس او ورسره مل پلاوي په‌کې یادو مسؤولینو ته د حقوقي مرستو د ریاست، په جزايي او کورنیو قضیو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو، د وړیا حقوقي مشورو ورکولو، په امنیتي حوزو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
همداراز نوموړي وویل چې د حقوقي مرستو رياست د اسلامي شريعت په رڼا کې په جزایي او کورنيو  قضيو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي او په کابل او نورو ولایتونو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو په جوړولو سره  هېوادوالو ته پوهاوی ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي معينیت او د نورو څانګو مسؤولینو په یادو برخو کې د عدلیې وزارت فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له ریاست سره به د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامو پلي کولو او نورو حقوقي خدماتو په برخو کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS